حماس اسلامي امت ته: د غزې مرسته وکړئ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ غویی، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ، حماس له اسلامي امت څخه یو ځل بیا په ټینګار سره غوښتنه کړې چې د غزې محاصره سیمه کې له محاصره شويو او جګړه ځپلو فلسطینیانو سره هر اړخیزه مرسته وکړي.
حماس وايي، غزه دا مهال له سختو انساني ناورینونو، بېساري بمباریو او نړیوالې چوپتیا سره مخ ده، او اسلامي امت ته دا شرعي، انساني او اخلاقي مسؤلیت متوجه دی چې د غزې د مظلومو خلکو ملاتړ وکړي.
په بیان کې ویل شوي:
“موږ له ټولو اسلامي هېوادونو، خیریه بنسټونو، علماوو، رسنیو او ازادو انسانانو غواړو چې خپل غږ پورته کړي، مالي او طبي مرسته برابر کړي، سیاسي فشار راوړي او د اشغال پر وړاندې د مقاومت مشروع حق ته ملاتړ ورکړي.”
حماس دغه راز له رسنیو غوښتنه کړې چې د غزې اصلي انځور نړۍ ته ورسوي، او د فلسطیني ولس درد، قرباني او حق غوښتنه بېغږه پاتې نه شي.



