اسرائیلو کې د اورلګیدنې دوام؛ تېزو بادونو د اور پراخېدو اندېښنې زیاتې کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ غویی، ۱۴۰۴ل)

د یدیعوت احرونوت ورځپاڼې د راپور له مخې، د قدس ښار شاوخوا غرنیو سیمو کې اورلګیدنه لا هم دوام لري. د طبیعي وچو بوټو او ونو سوځېدو له امله اور په چټکۍ سره خپور شوی، او د بادونو د شدت له امله تمه کېږي چې اور نور هم پراخ شي.

د اسرائيلو د اور وژنې اداره وایي چې د اور د کنټرول هڅې روانې دي؛ خو تېزو بادونو د عملیاتو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

چارواکو د سیمې خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د اور د پراخېدو په صورت کې د بیړنۍ تخلیې لپاره چمتو اوسي. تر اوسه ځینې کورنۍ له خطرناکو سیمو څخه ایستل شوې دي.

همداراز، د چاپېریال ککړتیا لوړه شوې او روغتیايي چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې چې له کورونو د وتلو څخه ډډه وکړي، تر څو روغتیا ته یې زیان ونه رسېږي.

د ویلو ده، چې د اورلګیدنې اصلي لامل لا تر اوسه څرګند نه دی؛ خو په اړه یې پلټنې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button