د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر په دوحه کې د حماس له مشرانو سره ولیدل

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ غویی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیرخان متقي نن په دوحه کې د حماس جهادي غورځنګ د رهبري شورا له مشر اسماعیل درویش او یو شمېر نورو لوړپوړو استازو سره وکتل.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د غزې د وروستۍ غمېزې پر مهال د شهیدانو روح ته دعا وشوه، د فلسطیني ولس پر مبارزه او د هغوی د ټينګ هوډ ستاینه وشوه، او په غزه کې د اسراييلي رژیم له خوا روانه نسلوژنه او ډلهييزه لوږه وغندل شوه.
ښاغلي متقي وویل، افغان ولس د فلسطیني ولس د برحقې مبارزې ملاتړ کوي او د بریا دعا ورته کوي.



