اسرائیلي اشغالګرو دمشق کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه هوايي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۲ غویی، ۱۴۰۴ل)
د صهیونستي رژیم جنګي الوتکو د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه هوايي بریدونه کړي دي.
سرچینې وايي چې بریدونه ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه امنیتي تأسیساتو باندې ترسره شوي، چې له امله یې د زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
تر دې دمه د تلفاتو کره شمېر نه دی څرګند شوی؛ خو ځینې راپورونه د ممکنه ځاني او مالي زیانونو خبر ورکوي. د احمد الشرع تر مشرۍ لاندې د سوریې نوي حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې سوریه له څو کلن بحران وروسته د نسبي ثبات خوا ته روانه ده؛ خو د صهیونستي اشغالګر رژیم پر لپسې مداخلو یو ځل بیا د سوریې ولس اندېښمن کړی دی.



