یمني ځواکونو د اسرایيلو پر پوځي هوايي اډه د بالستیک توغندي برید کړی

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۲ غویی، ۱۴۰۴ل)
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال یحیی سریع خبر ورکړی، چې ځواکونو یې د صهیونیستي رژیم پر یوه مهمه پوځي هوايي اډه د بالستیک توغندی برید کړی دی.
یحیی سریع ادعا کړې، چې برید د اشغالي فلسطین حیفا ښار کې پر «رامات دیوید» هوايي اډه ترسره شوی، چې د اسرایيلو له مهمو نظامي تاسیساتو ګڼل کېږي.
د یمني ځواکونو ویاند ویلي، په برید کې یو بالستیک هایپرسونیک توغندی چې «فلسطین ۲» نومېږي، کارول شوی دی. یاد توغندی په خپل هدف لګېدلی، او د اسرایيلو دفاعي سیستمونه یې مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
په خپره شوې بیانیه کې د یمن د وسلهوالو ځواکونو له لوري ویل شوي، دا عملیات د فلسطیني ملت او مجاهدینو د ملاتړ په هدف، او د غزې د اوسیدونکو پر ضد د اسرایيلو رژیم د روانو ظلمونو او نسلوژنې پر وړاندې د اعتراض یوه برخه ده.
د یمن پوځ همداراز له هغو فلسطیني مجاهدینو سره د پوره ملاتړ ژمنه تکرار کړې چې د اشغال پر ضد د مقاومت سنګرونه نه پرېږدي.



