د ا.ا.ا زعیم د کابل ولایت د مسؤلینو لپاره جوړ شوي یو ورځني سمینار کې ګډون او وینا وکړه

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۲ غویی، ۱۴۰۴ل)
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په کندهار ولایت کې د کابل ولایت د ملکي، او نظامي ادارو د مسؤلینو مشترک یوه ورځني روزنیز او اصلاحي سمینار کې چې د کابل ولایت والي، د استخبارتو رئیس، او د کابل د ملکي ادارو رئیسانو، د محاکمو مسؤلینو، د ولسوالیو ولسوالانو، د حوزو آمرینو، او د کابل ولایت د استخباراتو مسؤلینو پکې برخه اخیستې وه، ګډون او وینا وکړه.
سمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو، ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سمینار ګډونوالو ته وینا وکړه، او زیاته یې کړه علماء کرام او نېکان خلک د اجتماعي عباداتو او سیاست څخه د سوونو کلونو راهیسي څخه لیري پاته کړل شوي ول، او دنیا کوښښ کاوه چې نور هم علماء او نېکان خلک څنډي ته کړي، او اسلامي نظام، جهاد، شریعت او حدود الله یوازي په کتابو او کیسو کې پاته شوي وه، خو د اټکل خلاف د الله تعالی په فضل سره اوس په افغانستان کې سیاست د علماء کرامو، طالبانو او نېکان خلکو په لاس کې دی، نو اوس موږ الله تعالی په امتحان کې راوستلي یو هغه سیاست چې مسلمانان تري سوونه کلونه بې برخې وه اوس ورسره مخ یو، نو ډیر متوجې شئ.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سمینار ګډونوالو ته وویل کله چې مو خپل مسؤلیت په اطاعت او د شریعت د اصولو مطابق ترسره کړو، نو الله تعالی به مو همېشه نصرت وکړي، او هیڅکله به ناکامه نه شئ، د الله تعالی په لاره کې د هيڅ راز سختۍ څخه مه بېرېږئ، د شریعت په مقابل کې د چا مراعت مه کوئ، په شریعت کې د الله تعالی رضا ده، د کبر، لويي، غرور، بې اتفاقي او یو پر بل د بې اعتمادي څخه ځان وساتئ، غفلت مه کوئ غفلت عذر نه دی، په غیري مقصودي او عبثو کارو کې ځان مه مصروفوئ، د دښمن په تبلیغاتو تېر نه وځئ، دښمن غواړي چې د خپلو تبلیغاتو له لاري په تاسو کې بې اتفاقي او اختلاف رامنځ ته کړي، تاسو شل کاله د دښمن خلاف جهاد وکړ، اوس به تاسو د دښمن د تبلیغاتو پر وړاندې نوره مقابله کوئ.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی زیاته کړه چې د الله تعالی شکر ادا کړئ، او د ولس خدمت وکړئ، هغو په تېرو وختونو کې ستاسو خدمت کړئ، او ستاسو سره یې قولا او عملا زیات کومک کړئ، او قربانۍ یې ورکړي دي، د دې خلکو اوس تاسو ته سترګې دي، نو اوس وخت دی چې د دې خلکو ښه خدمت وکړئ، رحم پر وکړئ، نرمي ورسره وکړئ، عزت یې وکړئ او په منځ کې یې د عدل فیصلې وکړئ، اوس وخت دی چې پر مظلوم رحم وشي او پر ظالم شدت وشي.
وروسته سمینار نظام او خلکو ته د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېد والسلام.



