یمني ځواکونو د تل ابیب نړیوال هوایي ډګر په نښه کړ

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴غویی، ۱۴۰۴ل)
د اسرائيلي رسنیو د راپورونو له مخې، هغه توغندی چې د یمني ځواکونو لخوا توغول شوی و، د تل ابیب نړیوال هوايي ډګر کې لګېدلی دی.
د برید له امله یاد هوايي ډګر ته ټولې ورتلونکې او تلونکې الوتکې ځنډیدلي دي.
تر اوسه د پېښې له امله د ځاني یا مالي زیان په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي؛ خو امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او پلټنې یې پیل کړې دي.



