د کرنې وزیر د قزاقستان له سفیر سره د کرنیزو همکاریو پر پراخېدو خبرې کړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۴ غویی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په کابل کې د قزاقستان له سفیر ښاغلي ګازیز اکباسوف سره د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کې د پانګونې پر شته فرصتونو خبرې کړي دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي عمري له قزاقستاني سفیر څخه وغوښتل چې د خپل هېواد خصوصي سکتور وهڅوي، څو په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. نوموړي ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د بهرنیو پانګوالو د ملاتړ او آسانتیا لپاره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی.

قزاقستاني سفیر وړاندیز وکړ چې د نباتاتو د ساتنې او کرنتین په برخه کې دې یو هوکړه‌لیک تر لاسلیک لاندې ونیول شي.

د کرنې وزیر له دې وړاندیز هرکلی وکړ او ویې ویل چې د یادې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره چمتووالی لري.

همداراز، نوموړي له قزاقستان څخه وغوښتل چې د هغو کرنیزو صادراتي توکو لېست برابر کړي چې دغه هېواد ورته اړتیا لري، څو د تخنیکي خبرو اترو او هوکړه‌لیک د وروستیو پړاوونو لپاره اقدامات وشي.

په پای کې دواړو لورو د تخنیکي همکاریو د پراختیا، د کرنیزو اړیکو د پیاوړتیا او دوه‌اړخیزو اړیکو د لا پراخوالي پر اړتیا ټینګار وکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button