ټولګټو چارو وزارت: د کنړ–نورستان سړک د رغونې چارې به ډېر ژر بیا پیل شي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۴ غویی، ۱۴۰۴ل)

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني د ننګرهار، کنړ او نورستان ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ژیړي بابا، پشد او شیګل پلونو، او د کنړ–نورستان سړک د رغونې له چارو څخه لیدنه وکړه.

د ټولګټو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويلي، چې ښاغلي ثاني د یادو پروژو تخنیکي ټیمونو، مسؤلینو او قراردادي شرکتونو ته د پروژو د ښه تطبیق، کیفیت او پر وخت بشپړیدو سپارښتنې وکړې.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې سفر کې د کنړ–نورستان سړک هغه ۲۲ کیلومتره برخه هم وکتل شوه، چې تیر کال یې د رغونې چارې پیل شوې وې. د پاتې برخو رغونه د مهاجر آشنا او حمید کندهار شرکتونو ته سپارل شوي، او ټاکل شوې چې رغنیزې چارې به ډېر ژر عملاً پیل شي.

د ټولګټو وزارت مسوولين وايي، چې د دې سړک او اړوندو پلونو د رغونې په بشپړېدو سره به د کنړ، نورستان او شاوخوا سیمو خلکو ترانسپورتي ستونزې کمې شي، او د ولایتونو او مرکز کابل ترمنځ به تګ راتګ اسانه او خوندي شي.

مربوطه مطالب

Back to top button