ابو عبیده: یمن د فلسطین رښتینی دوست او د ظلم پر وړاندې ولاړ ملت دی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ غویی، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا ویاند ‘ابو عبیده” د یمن له ولس او وسله والو ځواکونو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.ابوعبیده ویلي: چې یمن یو عزتمند او سرلوړی ملت دی، چې د فلسطین د مظلوم ولس ملاتړ کوي.
ابو عبیده زیاته کړې: “یمن، سره له دې چې د سختو بریدونو لاندې دی، بیا هم د ظلم تر ټولو پیاوړو قوتونو پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. د تسلیمۍ او ماتې منلو ته چمتو نه دی.”
نوموړي د یمن لخوا په صهیونیستي اهدافو د وروستیو بریدونو ستاینه کړې او په خبره یې د یمني مقاومت توغندي د نړۍ تر ټولو پرمختللو دفاعي سیستمونو څخه تېریږي او خپل اهداف په دقیقه توګه ولي. ابوعبیده ویلي: دا بریدونه د صهیونیستي رژیم د جعلي وجود زړه هدف ګرځوي.
ابو عبیده د خپلې وینا په پای کې دعا وکړې: “الله دې ستاسو ګوزارونه سم او محکم کړي، ستاسو جهاد دې رب مبارک کړي، او ستاسو قربانۍ دې الله قبولې کړي. تاسو زموږ برخه یاست او موږ ستاسو.



