کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ غویی، ۱۴۰۴ل)
د هرات والي شیخ مولانا نوراحمد اسلامجار د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د یوه لوړپوړي سوداګریز هیئت په مشرۍ ترکمنستان ته سفر کړی دی.
د هرات ولايت مطبوعاتي دفتر وايي، ياد سفر چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراخېدو په هدف ترسره شوی، د اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي او زیربنایي همکاریو په برخه کې د مهمو تفاهماتو لپاره زمینه برابروي.
د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، تمه ده چې والي اسلامجار به د ترکمنستان له لوړپوړو دولتي چارواکو، سوداګرو او د ترانزیټ برخې مسؤلینو سره جلا جلا لیدنې ولري.
په دې لیدنو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو اسانتیا، د ترانزیټي لارو پراخوالی، د ګمرکي چارو همغږي، او همداراز د ګډو اقتصادي او زیربنایي پروژو د پلي کېدو پر څرنګوالي بحث وشي.


















