کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ غویی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د عربي متحده اماراتو له ځانګړي استازي سیف محمد خلفان او ورسره مل پلاوي سره په خپل دفتر کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د نويو پروژو د تطبيق، پراختيا، او د دوه اړخيزو همکاریو د پیاوړتیا په تړاو خبرې کړي دي.
د ټولګټو چارو وزارت د خبرپاڼه له مخې، د ياد وزارت مرستيال صاحبزاده ويلي چې اوسمهال په هېواد کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د پانګونې لپاره غوره فرصتونه شتون لري، او بهرني هېوادونه کولی شي له دې فرصته ګټه پورته کړي.
په دې ناسته کې، د عربي متحده اماراتو ځانګړي استازي ډاډ څرګند کړی چې هېواد یې چمتو دی ترڅو له افغانستان سره په ځانګړي ډول د اوسپنې پټلۍ په برخه کې نوې پروژې پلي کړي او عرب پانګوال به وهڅوي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
د لیدنې په پای کې دواړو خواوو ټينګار وکړ چې د افغانستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ به د تجارتي او اقتصادي همکاریو لړۍ نوره هم پراخه او پیاوړې شي.


















