د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې؛ د ټرانزیټ او اړیکو د پیاوړتیا هوکړه وشوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ غویی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار ترمنځ ټلیفوني خبرې شوي دي.

د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې مکالمه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، ټرانزیټي مسایلو، د سیمې د حالاتو او د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ په اړه خبرې وکړې.

د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دخبرو پر مهال پرېکړه وشوه چې د افغان سوداګرو هغه ټرانزیټي مالونه چې دا مهال د کراچۍ او واګه بندرونو کې ایسار پاتې دي، خلاص شي. همداراز دواړو هېوادونو چارواکو ژمنه وکړه چې د ټرانزیټ پر لارو د موجودو خنډونو د لرې کولو لپاره به ګډې هڅې کوي.

دواړو وزیرانو ټینګار وکړ چې د لوړپوړو پلاوو تګ راتګ او تماسونه باید دوام ولري، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا زیاتې پراخې او پیاوړې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button