کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ غویی، ۱۴۰۴ل)
د اسرایلو پوځ د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان کړی چې د يمني ځواکونو پر ضد یې د ۲۴ ساعتونو په موده کې دویم ځل سخت هوایي بریدونه ترسره کړي دي.
دا بریدونه د یمن په پلازمېنه صنعا کې د حوثیانو پر مهمو پوځي او اقتصادي تاسیساتو ترسره شوي دي.
د اسرائیلي اشغالګر پوځ په وینا، د دوی جنګي الوتکو د صنعا په نړیوال هوایي ډګر، چې د حوثي ځواکونو له لوري د وسلو د انتقال او نظامي فعالیتونو لپاره کارول کېده، دروند بمبار کړی او بشپړ یې له فعالیته غورځولی دی. اسرایلو تردې مخکې له خلکو غوښتي وو چې له یادې سیمې ووځي.
ځايي خبري سرچينې وايي، د صنعا په شمال کې د “العُمران” سمنټو فابریکه هم بمبار شوې ده؛ دغه فابریکه د حوثي ځواکونو له لوري د تونلونو او نظامي تاسیساتو د جوړولو لپاره کارېدله، او ویجاړول یې د هغوی د اقتصادي او نظامي بنسټ کمزوري کېدل ګڼل کېږي.
همداراز، په سیمه کې څو برېښنا مرکزونه هم هدف ګرځول شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، په دې هوایي بریدونو کې درې ملکي کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي دي.
د برید له امله، درې ملکي الوتکې، د هوایي ډګر نړیوال سالون، باند او یو کوچنی نظامي مرکز هم سخت زیانمن شوي دي. العربیه هم تایید کړې چې د هوایي ډګر ټول تاسیسات له کاره لوېدلي او پر ځمکه ولاړې الوتکې له منځه تللي دي.
د اسرایلو دفاع وزارت ویلي چې دا بریدونه د حوثیانو لهخوا د بن ګوریون هوایي ډګر د وروستي توغندیز برید غچ دی.
هغوی ایران د حوثیانو د فعالیتونو مسؤل بللی او ژمنه يې کړې چې د خپلو وګړو د امنیت لپاره به د نړۍ په هر ګوټ کې د تهدید پر وړاندې غبرګون ښيي.


















