کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ غویی، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ د رهبرۍ شورا مشر “مهدي المشاط” ویلي، چې یمن به د فلسطیني ولس، په ځانګړي ډول د غزې د مظلومو خلکو له ملاتړ څخه لاس وانخلي، او دې سپڅلې لاره کې هر ډول قربانۍ ته چمتو والی لرو.
مشاط زیاته کړې: «د ځواکونو غبرګون به یې ډېر سخت او دردناک وي، چې صهیونیستي دښمن به یې د زغملو توان ونه لري.»
نوموړي خبرداری ورکړی ،چې ټول صهیونیستان باید پناهځایونو ته ولاړ شي، یا ژر تر ژره خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه شي، ځکه چې د دوی ناکام حکومت نور د هغوی د ساتنې توان نه لري.
د ویلو ده، چې دغه څرګندونې پر داسې مهال کېږي، چې سیمه کې مقاومت ځواکونو د صهیونیستي رژیم پر ضد خپل بریدونه زیات کړي دي.


















