کابل ټکی کام (جمعه، ۱۹ غویی، ۱۴۰۴ل)
پاکستاني پوځ ادعا کړې، چې د کنټرول کرښې (Line of Control) کې یې د هندوستان له لوري په ملکي اهدافو د بریدونو په غبرګون کې د هندي پوځ یو مهم مرکز او څو پوستې ویجاړې کړې دي.
امنیتي سرچینو ویلي، چې پاکستاني ځواکونو د “پانډو سکتور” سیمه کې د هندي یرغل پر وړاندې ځواکمن غبرګون ښودلی او غاښ ماتونکی ځواب یې ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د هندي پوځ لخوا په ملکي اهدافو د بریدونو پر وړاندې پاکستاني پوځ هم ځوابي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د هند یو مهم پوځي مرکز هم نیولی دی.
د ویلو ده، چې کابل ټکی کام په خپلواکه توګه د پاکستاني پوځ ادعاوې نه شي تائیدولی او نه یې هندوستان تر دې دمه په اړه کوم غبرګون ښودلی ده.