ولې موږ د هندوایزم نه نفرت لرو؟

سمیع الله احمدزی

۱. د ثور د انقلاب ملاتړ:

کله چې د ثور کرغېړن انقلاب بریالی شو، د هغه وخت د هندوستان حکومت د خلقي ـ پرچمي رژیم ملاتړ اعلان کړ.

۲. د شوروي یرغل ملاتړ:

کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، د هند حکومت د دغه یرغل ملاتړ وکړ او د افغان ولس پر ضد یې شوروي ته سیاسي او دیپلوماتیک ملاتړ ورکړ.

۳. د افغان جهاد مخالفت:

د هندوستان حکومت د شوروي ضد جهاد په کلکه مخالفت وکړ، افغان مجاهدین او مهاجرین یې ونه منل او د هغوی ملاتړ یې ونه کړ.

۴. د کمونیستي رژیم دوامداره ملاتړ:

کله چې شوروي ځواکونه له افغانستانه ووتل، هندوستان بیا هم د خلقي رژیم ملاتړ ته دوام ورکړ. هند حکومت پیاوړي الوتونکي (پایلټان) او ځانګړي بمونه ورکړل، کوم چې د بیرل په شکل کې غورځېدل او په هوا کې چاودېدل، د بمونو دا ډول سلګونه کوچني بمونه به یوه پراخه سیمه بمبار کړې.

۵. د مجاهدینو ضد دریځ:

کله چې د نجیب رژیم سقوط وکړ، هند د احمدشاه مسعود او برهان‌الدین رباني مالي او نظامي ملاتړ پیل کړ، او دا ملاتړ تر هغه وخته دوام وکړ، چې اسلامي امارت واک ته ورسید.

۶. د امریکايي یرغل ملاتړ:

کله چې امریکا او ناټو پر افغانستان یرغل وکړ، د هند حکومت د اشغالګرو او د هغوی د لاسپوڅو پوره ملاتړ وکړ.

۷. د برما د مسلمانانو ضد دریځ:

د برما د مسلمانانو د قتل عام په جریان کې، د هند حکومت ښکاره ملاتړ وکړ او له ظالمانو سره یې همکاري وکړه.

۸. د اسراییلو سره د اتومي همکاریو ملاتړ:

هند له اسراییلو سره د اتومي بم جوړولو کې مهم رول لوبولی، چې مشري یې ابوالکلام آزاد کوله.

۹. د غزې د مسلمانانو ضد موقف:

هند د غزې د مسلمانانو د قتل عام په برخه کې د اسراییلو ملاتړ کړی او لا هم ملاتړ ته دوام ورکوي.

۱۰. د هند مسلمانانو ته توهین:

د هند حکومت د مسلمان مېشتو سیمو نومونه بدل کړي، لکه احمدآباد او اورنګ‌زېب‌پور، چې دا د تاریخي اسلامي هویت د له منځه وړلو هڅه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button