د پاکستان امنیتي سرچینو ادعا؛ تر اوسه مو د هند ۷۷ ډرونونه رانسکور کړي دي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۹ غویی، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان امنیتي سرچینې ادعا کوي، چې د پاکستان پوځ تر اوسه د هندوستان ټولې ۷۷ کشفي او انتحاري ډرونونه نسکور کړي دي.

سرچينې زياته کړې، د مې مياشتې د ۸مې نېټې تر ماښام پورې ۲۹ هندي ډرونونه نسکور شوي وو، خو له هغې شپې څخه د مې تر ۹مې ورځې پورې یو ځل بیا ۴۸ نور ډرونونه هم رانسکور شوي دي.

سرچینې وایي، پاکستاني پوځ د هند د یرغلونو په وړاندې “غښتلی او ځواب ویونکی دریځ” خپل کړی دی، او دا بریدونه د پوځ لپاره د ملي حاکمیت پر ضد ښکاره ګواښ بلل شوي دي.

پاکستاني رسنۍ لکه جیو نیوز او اې آر وای نیوز هم د دې بریدونو خبر ورکړی، او وایي چې پوځ د څارنې پرمختللي وسایل او دفاعي ټیکنالوژي کاروي ترڅو د هند لخوا رالېږل شوي ډرونونه ژر کشف او له منځه یوسي.

مربوطه مطالب

Back to top button