کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۱ غویی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت زعيم د استخباراتو د لوی ریاست د مسؤلینو لپاره جوړ شوي یوه ورځني روزنیز او اصلاحي سمینار کې ګډون وکړ او مهمې لارښوونې يې وکړې.
د اسلامي امارت د وياند ښاغلي ذبيح مجاهد له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ياد سمینار، د استخباراتو د افراطيفي مرستیال او اړوندو ریاستونو د رئیسانو په ګډون ترسره شو، چې پکې د اسلامي امارت زعيم د سمینار ګډونوالو ته په خپله وینا کې استخبارات د اسلامي حکومت د “ملا تیر” وبلل او ویې ویل چې دا اداره مسؤوله ده، ترڅو د اسلامي نظام دښمنانو لخوا طرحه شوي ښکاره او پټ تخریبي پلانونه شنډ کړي.
د اسلامي امارت زعيم ښاغلي هبت اللّٰه اخندزاده ويلي: “استخبارات باید هېچا ته اجازه ورنهکړي چې د اسلامي شعایرو سپکاوی وکړي. دوی باید د شریعت د تطبیق، د خلکو د ذهنونو د اصلاح او د ټولنیز ثبات د تأمین لپاره له نورو ادارو سره په همغږۍ کې عملي ګامونه واخلي.”
د اسلامي امارت زعيم په خپلو لارښوونو کې د ولس سره د ښه چلند، د شک پر بنسټ له نیونو ډډه، له بندیانو سره د عدل چلند، د اسرارو خوندي ساتل او د شریعت پر اصولو د ټینګ درېدو توصیه کړې ده.


















