کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۱ غویی، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او استرداد کمېسیون مسؤلینو په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې تر دې دمه یې ۴۹.۷ میلیونه جریبه غصب شوې ځمکه تشخیص کړې، چې له دې جملې ۳.۹ میلیونه جریبه بېرته ترلاسه شوې ده زياتوي چې یوازې په کابل کې ۶۶ زره جریبه غصب شوې ځمکه د امارت ملکیت ته راګرځول شوې، چې دا د حکومت د عملي اقداماتو ښکارندويي کوي.
کمېسیون زیاتوي، چې تر اوسه یې څه باندې ۱۲.۷ میلیونه جریبه ځمکه ثبت کړې او د امارت د ملکیت په توګه ساتلې ده، چې دا د غاصبینو پر وړاندې یوه ستره لاسته راوړنه ده زياته يې کړه د کمېسیون فعالیتونه به د نوي وزارت تر جوړېدو پورې په پوره جدیت او قاطعیت سره دوام ومومي.
کمېسیون نوي کابل پروژه چې د دهسبز په سیمه کې پلې کېږي، د کابل د پراختیا او د بېسرپناهۍ ستونزې د حل لپاره یوه حیاتي ملي پروژه بللې وايي چې د دې پروژې لپاره ۳۷۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې:«اوسمهال په نوي کابل پروژه کې څلور شرکتونه فعال دي. پانګوال کولی شي، چې په دې ملي پروژه کې برخه واخلي او لا یې پیاوړې کړي.»
د کمېسیون چارواکو د شریعت له مخې هم د ځمکو غصب حرام وباله او ویې ویل، چې دا عمل د خدای (ج) او د رسول الله (ص) له لارښوونو سره ښکاره ټکر لري. هغوی ټینګار وکړ، چې د اسلامي امارت مبارزه یوازې شعاري نه ده، بلکې د شریعت، قانون او عدالت پر بنسټ یو جدي او عملي اقدام دی.


















