د واخان جغلي سړک دوهم فاز چارې رسماً پيل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵غویی، ۱۴۰۴ل)

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې د جغلي سړک د دوهم فاز رغونې چارې عملاً پيل شوې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سړک له بروغیل څخه تر بزهای ګنبد پورې د ۷۱ کیلومتره اوږدوالی، ۷ متره سور او د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.

د جغلي سړک لومړی فاز تر چین هېواد پورې رسېدلی او د رغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د سړک د بشپړېدو سره به د واخان سیمه د افغانستان او چین ترمنځ یوه مهمه سوداګریزه لار شي او په دې سره به د سیمې اقتصادي وضعیت پیاوړی شي.

دغه سړک د افغان تجربه لرونکو انجنیرانو په ډیزاین او تخنیکي څارنې جوړېږي چې زیات شمېر هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button