باسم نعیم: د ټرمپ د سولې هڅې تر هغه بې پایلې دي چې غزه کې جګړه او نسل‌ وژنه روانه وي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ غویی، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ یو لوړ پوړی مشر باسم نعیم ویلي چې د ولسمشر ټرمپ هغه لیدلوری چې غواړي د نړیوالو کړکېچونو د کمولو هڅه وکړي، نه شي عملي کېدای تر څو چې غزه کې جګړه او د خلکو نسل‌وژنه روانه وي.

نعیم وویل چې حماس چمتو ده له هر لوري، آن د امریکا له ادارې سره هم، همکاري وکړي، څو جګړه ودرېږي او د یو سیاسي بهیر له لارې د فلسطین خپلواک دولت جوړېدو لاره هواره شي.

هغه ټینګار وکړ چې “غزه د فلسطینیانو خپل ملکیت دی، دا نه پلورل کېدونکې شتمني ده. موږ له خپلې خاورې، وطن او حقه نه تېرېږو او د دفاع لپاره یې هرې قربانۍ ته چمتو یو.

باسم نعیم زیاته کړه چې یوازې فلسطینی ولس دا حق لري چې خپله لار، راتلونکی او مشرتابه وټاکي. د هغه په وینا، حماس څو ځله غوښتنه کړې چې باید آزادي او عادلانه ټاکنې ترسره شي، ترڅو خلک خپله پریکړه وکړي، او دوی به د ولس انتخاب ته بشپړ درناوی ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button