سامي ابو زهري: غزه یوازې پرېښودل د امت لپاره ستره ګناه ده

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۶ غویی، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د سياسي څانګې مشر ډاکټر سامي ابو زهري وايي چې غزه یوازې پرېښوول د امت لپاره ستره ګناه ده.
ډاکټر سامي ابو زهري، چې د حماس خوځښت د سياسي څانګې مشري پر غاړه لري، په تازه څرګندونو کې اسلامي امت ته سخت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا وخت د بېپامۍ، خوب او سستۍ نه دی.
نوموړي زیاته کړې:
“غزه یوازې مه پرېږدئ، نه د خوب وخت دی، نه د سستۍ؛ او که امت ژر تر ژره د غزې د ژغورلو او د هغې د غچ اخیستلو لپاره اقدام و نه کړي، نو ټول به ګناهګار وي.”
د ویلو ده، چې نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کې کوي، چې د غزې پر وړاندې د صهیونیستي ترهګر ريژیم یرغل دوام لري، او ګڼو هیوادونو او خلکو د فلسطین له ملت سره د ملاتړ غږونه پورته کړي دي.



