ملا عبدالغني برادر د روسیې د لومړي وزیر مرستیال او د موردوویا جمهوریت له ولسمشر سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پراخېدو خبرې کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۶غویی، ۱۴۰۴ل)

 د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال او د موردوویا جمهوریت له ولسمشر سره په جلا جلا لیدنو کې د پانګونې، ترانزیټ، صادراتو، وارداتو،ساختماني او سوداګريزو همکاریو د پراخېدو په موخه خبرې کړې دي.

اقتصادي معاونيت په خبرپاڼه کې راغلي چې ملا برادر اخوند د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي مارات حوسنولین سره په لیدنه کې د کابل ـ مسکو ترمنځ د رسمي اړیکو د لا پراخېدو غوښتنه وکړه زياته يې کړه:«اسلامي امارت غواړي چې افغانستان د سیمې یو مهم اقتصادي شریک وګرځي، او له روسیې غواړي چې په بیلابیلو برخو کې پانګونه وکړي، په ځانګړي ډول د کورونو، روغتونونو، ښوونځیو، سړکونو، بندونو او برېښنا شبکو په جوړولو کې».

په دې ليدنه کې د روسیې له لوري هم د اسلامي امارت له خوا د اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسۍ هرکلی وشو او ژمنه یې وکړه چې په کور جوړونه، ترانزیټي دهلیزونو، او د افغان ـ ټرانس پروژې بشپړولو کې به له افغانستان سره همکاري وکړي حوسنولین وویل:«روسیه چمتو ده چې د شمال ـ جنوب دهلیز له لارې افغانستان ته مهم رول ورکړي، او په نږدې راتلونکې کې به تخنیکي ټیمونه کابل ته واستوي».

اقتصادي معاونيت په جلا خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه راز ملا برادر اخوند د کازان نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د موردوویا جمهوریت له ولسمشر ارتیوم زدونوف سره هم کتلي او موردوویايي لوري ته يې د پانګونې بلنه ورکړه، او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت به پوره همکاري کوي.

د موردوویا ولسمشر وویل چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره په درملو، کرنه، انرژۍ، صنعتي ماشینونو او ترانسپورټي وسایلو کې کار وکړي.

هغه زیاته کړه چې د صادراتو لپاره له موردوویا ـ قزاقستان ـ ازبیکستان ـ افغانستان لارې ګټه اخلي ويې ويل، افغان بازار ته د داخلېدو لپاره موردوویايي پانګوال لېواله دي، او له افغانستان سره به ژوره سوداګریزه همکاري پیلوي.

مربوطه مطالب

Back to top button