د کاینات تر ټولو ګرم ځای چیرته دی؟ او دا ځای څومره ګرم دی؟

عبدالحمید جليلي

کله به چې مونږ اوریدل چې د دوزخ ایندھن به خلک او کاڼي وي، نو دا خبره به مونږ ته ډېره عجیبه ښکاره شوه. ځکه چې مونږ پوهېږو اور د لرګیو نه بلېږي، نه د کاڼو نه! خو اوس چې مو د کاینات مطالعې ته مخه کړې ده، نو دا پوښتنه راته دومره واضحه شوې چې حیران پاتې یو.

د کاینات مطالعې نه دا ښکاره شوه چې د کاڼو اور د لرګیو اور نه زر چنده زورور او خطرناک وي!

که ته هم زما په شان پخوا دا خبره نه منله، نو دا لیکنه خاص ستا لپاره ده!

مونږ پوهېږو چې اوبه په ۰ درجې سانتي‌ګراد کې یخېږي، او د انسان وجود ۳۷ درجې حرارت ته ضرورت لري. که دا حرارت لږ هم بدل شي، نو بدن مو کار پرېږدي.

په ځمکه تر ټولو زیات ثبت شوی حرارت ۵۶.۷ درجې سانتي‌ګراد دی. اوبه په ۱۰۰ درجې کې جوشېږي، او لاوا بیا تر ۱۲۰۰ درجې پورې تودوخه لري. اوس راځو سپوږمۍ ته:

 • د مرکري سطحه: ۴۲۷ درجې سانتي‌ګراد

 • د وینس سیاره: ۴۶۲ درجې (دا د لمریز نظام تر ټولو ګرم سیاره ده)

 • وسپنه په ۱۵۳۸ درجې کې ویلې کېږي

 • د لمر سطحه: ۵۵۰۰ درجې، او Core یې: ۱۵ میلیونه درجې سانتي‌ګراد

تر دې ورهاخوا، د ستوریو وروستی حالت سوپرنوا وي، چې په کې درجه‌حرارت ۵۵۰ میلیونه درجې ته رسېږي!

خو لا هم دا د کاینات تر ټولو ګرم ځای نه دی…

تر سوپرنوا وروسته نیوترون ستوری راځي، چې حرارت یې تر ۱۲ میلیارد درجې رسېږي.

خو دا هم ختم نه ده!

تر ټولو ډېر حرارت د بګ بېنګ پر وخت و – هغه شیبه چې دا ټول کاینات ترې پیدا شو. ساینس پوهان وایي، چې د بګ بېنګ پر وخت د کاینات د هغه یوازیني نقطې حرارت تقریباً:

۱۴۲ نونیلین درجې سانتي‌ګراد و!

(۱۴۲ نه پس ۳۰ صفرونه!)

دا د فزیک په ژبه کې Absolute Hot بلل کېږي، او دا هغه حد دی چې ترې پورته حرارت په کاینات کې ممکن نه دی – ځکه دا به د ساینس ټول اصول له منځه یوسي.

نو که ته دا فکر کوې چې د کاڼي نه اور نه بلېږي، نو اوس پوه شوې چې کاڼي هم داسې اور لري چې بشر یې تصور هم نشي کولای!

مربوطه مطالب

Back to top button