افغانستان او روسیې پنځه مهمې اقتصادي تفاهمنامې لاسلیک کړې

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۶غویی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت او د روسیې فدراسیون ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخېدو په موخه پنځه مهمې تفاهمنامې لاسلیک شوې.

اقتصادي معاونيت وايي، دغه تفاهمنامې د ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۶مه نېټه د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې د افغانستان–روسیې د سوداګریز فورم د پرانیست‌غونډې په پای کې لاسلیک شوې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال الکسي اویرچوک د یادو تفاهمنامو د لاسلیک پر مهال حضور درلود.

د اقتصادي معاونيت د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دا تفاهمنامې د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او د روسیې د ترانسپورټ وزارت ترمنځ د ترانسپورټ او ترانزیټ، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو ترمنځ د سوداګریزې همکارۍ پراختیا، او د خصوصي شرکتونو ترمنځ په افغانستان کې د نفت او ګازو د اکتشاف، استخراج او تصفیې، همداراز د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او صنعتي-لوجستیکي کمپلکس جوړولو په برخو کې لاسلیک شوې.

چارواکي وايي، دغه هوکړې به د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي او د سیمه‌ییزو همکاریو لپاره به نوي فرصتونه رامنځته کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button