امریکا: مشروط ویزهلرونکي افغانان باید هېواد پرېږدي، کنه اخراجېږي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷غویی، ۱۴۰۴ل)
د امریکا د کورنیو چارو وزارت زرګونه هغو افغانانو ته، چې د مشروطو ویزو له مخې د کلیفورنیا ایالت په بې اریا سیمه کې مېشت دي، خبرداری ورکړی چې باید په اوو ورځو کې له دې هېواده ووځي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، افغانانو ته په استول شویو رسمي لیکونو کې ویل شوي چې هغوی نور د امریکا په خاوره کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.
د یاد وزارت له خوا خبرداری ورکړل شوی چې که دغه کسان په داوطلبانه توګه ونه وځي، حکومت به یې وپیژني او د قانون له مخې به یې اخراج کړي.
په یادو لیکونو کې دا هم ټینګار شوی چې دغه افغانان د کار قانوني اجازه هم نه لري، او دا چې د هغوی ویزې یا نور اسناد د اعتبار وړ نه دي.
راپورونه څرګندوي چې دا مهال زرګونه افغان کډوال د کلیفورنیا ایالت په بې اریا سیمه کې ژوند کوي، چې ډېری یې له ۲۰۲۱ کال وروسته امریکا ته رسېدلي دي.
د کورنيو چارو وزيرې کريستي نوم ویلي چې افغانستان کې امنيتي وضعيت ښه شوی او اقتصاد يې باثباته شوی، نو اوس افغانان نور د دې ځانګړي خونديتوب مستحق نه دي.



