چین له افغان کډوالو سره د ۱۶۰ جوړ شويو کورونو سپارلو او ۳۰ میلیونه یوانو نوې مرستې اعلان وکړ

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۸غویی، ۱۴۰۴ل)

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن سهار د چین له سفیر ښاغلي جاو شینګ او پلاوي سره يې په کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو د پراختیا او همکاریو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه، دواړو لوریو د دوستانه اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې ښاغلي جاو شینګ ويلي چې چین د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو بهیر ته مثبت نظر لري، او زیاته يې کړه:« د استوګنې لپاره ۱۶۰ کورونه او ۳۰ میلیون یوانه مرسته افغان کډوالو ته برابر شوي او چین به په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي».

د چین سفیر همداراز وويل چې د چین شرکتونه چمتو دي په افغانستان کې پانګونه وکړي، چې له امله به يې زرګونو افغانانو ته د کار فرصتونه برابر شي.

د لیدنې په پای کې د چین سفیر، ښاغلی حنفي ته د چین ـ سویلي اسیا نهم نندارتون ته د ګډون بلنه ورکړه.

مربوطه مطالب

Back to top button