امير خان متقي او د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان د دوه اړخیزو اړيکو، تجارت او مهاجرو پر ستونزو خبرې کړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۸غویی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د ايران له نوي ټاکل شوي ولسمشر، ډاکټر مسعود پزشکيان سره په تهران کې ليده کاته کړي دي.
ډ افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په دې ناسته کې دواړو لوريو د دوه اړخيزو اړيکو د لا پياوړتيا، ايران کې د مېشتو افغان مهاجرو د ستونزو، او د سيمهييزو مسائلو په اړه بحث وکړ.
د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ايران ولسمشر افغانستان يو مهم ګاونډی وباله او څرګنده يې کړه چې هېواد يې چمتو دی له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري پراخه کړي او د افغان مهاجرو د ستونزو د حل لپاره يې د عملي اقداماتو ژمنه کړې.
د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي هم له ايران سره پر نږدې اړيکو ټينګار کړی او زياته کړې ده چې دواړه هېوادونه کولی شي د سوداګرۍ د ودې، د مخدره موادو د قاچاق پر ضد مبارزې، او د سياسي همکاريو په برخو کې اغېزمن ګامونه واخلي.
نوموړي همداراز د افغان مهاجرو د تدريجي ستنولو غوښتنه وکړه، څو د هغوی حقوق، پانګې او شتمنۍ خوندي پاتې شي.



