پخوانی صهیونیستي جنرال: نه حماس ماتولی شو او نه حوثیان

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۸غویی، ۱۴۰۴ل)
د اسرائیلي اشغالګرو د هوايي دفاع پخوانی مشر، عميد تسفيکا حايموفيتش، په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې نه حماس او نه هم حوثيان له منځه وړل کېدونکي دي.
هغه ویلي: “ایا ممکنه ده چې یوه داسې ډله چې له موږ څخه ۲۰۰۰ کیلومتره لېرې ده، ماته کړو؟ سعودي عربستان په اوو کلونو کې پاتې راغی او حوثيان يې مات نکړل.”
د حايموفيتش په وینا، د حوثیانو د بالیستیک توغندیو زیرمو په پراخ ډول پرمختګ کړی او اوس مهال په یمن کې د توغندیو تولیدي فابریکې فعاله دي.
هغه زیاته کړه: “حوثیانو د توغندیو جوړول زده کړي، او هغه توغندي چې پر موږ توغول کېږي، همدلته په یمن کې جوړېږي.”
د دغه صهیونیستي چارواکي څرګندونې داسې مهال کېږي چې په سیمه کې د مقاومت ډلو پوځي وړتیاوې ورځ تر بلې پراخېږي، او د اسراییلو لپاره یوه ستره ننګونه ګڼل کېږي.



