د بریتانیا مشهور خبریال ډیویډ هېرست: اسرائیل به په حتمي ډول د غزې جګړه وبایلي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۸غویی، ۱۴۰۴ل)

د بریتانیا مشهور خبریال ډیویډ هېرست په یوه تحلیلي مقاله کې چې د میدل ایسټ آی خپرونې لپاره یې لیکلې، ویلي چې “اسرائیل” به په حتمي ډول د غزې جګړه وبایلي، او دا جګړه د امریکا له خوا د ویتنام د انقلابیونو پر ضد ناکامې نظامي هڅې را یادوي.
هېرست لیکلي: “د اسراییلي پوځ هڅه چې حماس له منځه یوسي، د ویتنام د جګړې د ناکامۍ تکرار ته ورته ده، بلکې دا ځل دا هڅې تر هغه هم غټي او بې‌پایلې ښکاري.”
هغه د ویتنام د جګړې د پای ته رسېدو دوه اساسي عوامل یاد کړي: د ویتنامیانو پرېکنده مقاومت او د امریکا دننه د عامه نظر بدلون. دی وایي، همدا دوه عوامل به د فلسطین د آزادۍ لاره هم هواره کړي.
د هېرست په وینا، فلسطینیان اوس هم د خپلې خاورې او موجودیت لپاره قرباني ورکوي، او په لویدیځ کې د خلکو ذهنیت هم په چټکۍ سره د اسراییلو پر ضد او د فلسطینیانو په ګټه بدلېږي.
هغه زیاتوي: “دا بدلون یوازې د کیڼ اړخي خوځښتونو پورې محدود نه دی، بلکې اوس ښي اړخي هم د اسراییلي یرغل پر وړاندې پوښتنې راپورته کوي زياتوي نور دا چاره نتیجه نه ورکوي چې د نسل‌وژنې پر ضد مشروع انتقاد ‘د یهود ضدۍ’ تر عنوان لاندې رد شي؛ وخت تېر شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button