يمني ځواکونو د بن ګوریون پر هوایي ډګر د برید خبرداری ورکړی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۸غویی، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسلهوال ځواکونو خبرداری ورکړی وايي چې په څو ساعتونو کې د اسرائيلي اشغال تر ولکې لاندې د بن ګوریون نومې هوایي ډګر او نورو صهیونیستي هوایي مرکزونو پر ضد پوځي عملیات پیلوي.
د يمن پوځ وايي، دا ګام د غزې پر محاصره شویو سیمو د صهیونیستي یرغل او پر یمن د وروستیو بریدونو په غبرګون کې اخیستل شوی زياتوي:«د یمن مشرتابه پرېکړه کړې چې یاد هوایي ډګرونه او نور مهم بندرونه بند کړي، تر هغې چې پر غزه یرغل پای ته نه وي رسېدلی او محاصره نه وي لرې شوې. په دې لړ کې د ام الرشراش بندر هم تر بحري کلابندۍ لاندې راغلی دی».
د يمن پوځ خبرداری ورکوي چې ټول هوایي شرکتونه دې سمدستي خپلې الوتنې بندې کړي او خپل کارکوونکي دې له ياد هوايي ډګر څخه اوباسي.
همداراز، له ټولو مسافرو ـــ په ځانګړي ډول بهرنیانو ـــ غوښتنه شوې چې د خپل ځان خوندي پاتې کېدو لپاره له هوایي ډګره ژر تر ژره ووځي.



