په کندهار او سمنګان کې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت پراختیايي پروژې پیل شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰غویی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کندهار او سمنګان ولایتونو په بېلابېلو کلیوالو سیمو کې د بنسټیزو خدمتونو د برابرولو په هدف پراختیايي پروژې پيل شوې.

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزرات په خبرپاڼه کې راغلي چې په کندهار ولایت کې د معروف ولسوالۍ د کوچني کنګر کلي لپاره د ۵،۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې سولري اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې روانې دي. په دې پروژه کې د ۱۵۰ مترو ژورې څاه کیندنه، د اوبو ذخیره، پایپ لګول، ۳۲ سولري تختې او ۷۳ شیردهنونه شامل دي، چې له تطبیق سره به یې ۷۳ کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

دغه راز ياد وزارت په يوه جلا خبرپاڼه کې ويلي، په سمنګان ولایت کې د خرم و سارباغ ولسوالۍ لپاره د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت پنځه پراختیايي پروژې پيل شوې زياتوي پدې پروژو کې د ۵ کیلومترو فرعي سړکونو ترمیم او جغل اچونه، د اوبو رسولو دوې شبکې، د ۱۸ مترو استنادي دیوال او د پنځو آب‌روګانو جوړول شامل دي.

د دواړو ولایتونو د یادو پروژو له لارې به سلګونه کسانو ته د لنډمهاله کار زمینه برابره شي، او له بشپړېدو وروسته به لسګونه کورنۍ له اساسي خدمتونو ګټه واخلي، چې دا به د کلیوالو خلکو ژوند ته د پام وړ اسانتیاوې راوړي.

مربوطه مطالب

Back to top button