کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰غویی، ۱۴۰۴ل)
د خوست ښاروالۍ له لوري د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت یوه مهمه بنسټیزه پروژه بشپړه او د ښاریانو استفادې ته وسپارل شوه.
د يادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د خوست ښاروال مفتي شهزاد نور راشد وویل، چې د دې پروژې له مخې ۶۹۰ متره سړک د ۱۰ مترو په پلنوالی جوړ شوی، چې د ترانسپورتي ستونزو په حل کې به مهم رول ولوبوي.
ښاغلي راشد زیاته کړه چې د سړک ترڅنګ ۱۴۲۰ متره لښتي، ۶۰۰ متره لوی کانال، ۶۹۰ متره پیادهرو او درې پلچکونه هم جوړ شوي دي.
یاده پروژه د خوست ښار شپږمې ناحیې اړوند د نویو بارګینو مخې ته تطبیق شوې ده.
په عين حال کې د خوست ښاروالۍ د تخنیکي او سکتوري چارو امر، انجینر جاوید جمشید وايي، چې د روان مالي کال لپاره ۱۷ نوې پروژې پلان شوې دي چې ژر به یې عملي چارې پیل شي.















