کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰غویی، ۱۴۰۴ل)
د اسراییلو د ډیموکراټ ګوند مشر او د پارلمان غړي، یائیر ګولان، د خپل دولت پر سختو جنګي کړنو کلکه نیوکه کړې ده.
نوموړي ویلي، “اسراییل په تدریجي ډول یوه لیونۍ اداره ګرځيدلې. زموږ دولت په شوقي ډول ماشومان وژني.”
ګولان دا څرګندونې د اسراییلي رسمي راډیو سره د مرکې پر مهال کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، “یو هوښیار او مسؤل هېواد د ملکي وګړو پر وړاندې جګړه نه کوي، ماشومان نه وژني، او د خلکو له خپلو مېنو څخه د شړلو لپاره اهداف نه ټاکي.”
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې په غزه کې د اسراییلي پوځ لخوا پر ملکيانو پرلهپسې هوايي بریدونه دوام لري او هره ورځ د ماشومانو او ښځو په ګډون لسګونه کسان شهیدان کېږي.
په عين حال کې د غزې د صحت وزارت خبر ورکړی چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۷ کسان وژل شوي او ۲۹۰ تنه ټپیان شوي دي.
د وزارت په وینا، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې تر دې دمه په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۳،۵۷۳ ته رسېدلی دی.















