کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۱غویی، ۱۴۰۴ل)
د ملګرو ملتونو د بشري چارو اداره وايي چې له ۱۱ اونیو کلکې محاصرې وروسته، سره له دې چې مرستندویه لارۍ غزې ته داخلې شوې دي، لا هم مرستې د اړمنو خلکو تر لاسه نه دي رسېدلې.
د اسراییلي چارواکو په وینا، یوازې د سه شنبې په ورځ ۹۳ لارۍ غزې ته ننوتلې، چې پکې اوړه، د ماشومانو خواړه، درمل او طبي توکي شامل دي. خو ملګري ملتونه وايي دا مرستې یوازې د کرم شالوم د پولې فلسطیني اړخ ته رسېدلې، او لا هم د خلکو تر منځ نه دي وېشل شوي.
د ملګرو ملتونو ویاند، سټیفن دوجاریک، ویلي: “زموږ کارکوونکو څو ساعته انتظار وکړ چې د اسراییلي ځواکونو له خوا د غزې اړخ ته ور پرېښودل شي، خو له بده مرغه ونه توانېدل چې مرستې زموږ ګودامونو ته ورسوي.”
اسراییلو د یکشنبې په ورځ د “بنسټیزو خوړو” د داخلېدو اجازه ورکړه، خو نړیوال کارپوهان خبرداری ورکوي چې غزه د قحط له شدید خطر سره مخ ده. په دې تړاو پر اسراییلو نړیوال فشار ورځ تر بلې زیاتېږي.
د بریتانیا لومړي وزیر، سر کیر سټارمر، د غزې وضعیت “نازغملی” بللی، او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې، کاجا کالس، ویلي چې د اسراییلو له کړنو وروسته به له دغه هېواد سره سوداګریز تړون ته بیا کتنه وشي.
ملګري ملتونه وايي چې د مرستو د رسولو لړۍ له ګڼو خنډونو سره مخ ده، او اسراییلي چارواکو غوښتنه کړې چې مرستې دې د کرم شالوم پر پوله ښکته شي، او له هغه ځایه دې بیا دننه غزې ته انتقال شي. خو سازمان زیاتوي چې دا مرستې د اړمنو خلکو اړتیا ته د یوې مالګې دانې په اندازه هم نه دي.
د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، د غزې د بشري بحران د مهار لپاره هره ورځ شاوخوا ۶۰۰ مرستندویه لاریو ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر، ټام فلیچر وايي که ژر تر ژره مرستې داخل نه شي، نو امکان لري چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې تر ۱۴ زرو زیات ماشومان د لوږې له کبله مړه شي.
فلیچر ویلي، دا شمېرې د هغو روغتیايي مرکزونو او ښوونځیو پر بنسټ دي چې هلته د دوی ډلې فعالیت کوي، خو زیاته یې کړه چې لا هم د دغو ارقامو دقیق جزئیات نه شي شریکولی.
وروسته، د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ دفتر (UNOCHA) د وضاحت په توګه وویل، “موږ د غزې لپاره د هغو شاوخوا ۱۴ زره ماشومانو د ژغورلو هڅه کوو چې د سختې غذایي کمزورۍ له ګواښ سره مخ دي.”
دغه ادارې د “خوړو خوندیتوب مرحلې” یا IPC راپور ته اشاره کړې، چې د اپرېل ۲۰۲۵ او مارچ ۲۰۲۶ تر منځ، د شپږو تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو کې شاوخوا ۱۴,۱۰۰ د شدیدې لوږې له خطر سره مخامخ کېدونکي ګڼل شوي.
د یادونې وړ ده چې د غزې د روغتیا وزارت تېر اونۍ راپور ورکړی و چې په تېرو ۱۱ اونیو کې د لوږې له امله لږ تر لږه ۵۷ ماشومان مړه شوي دي.















