کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۱غویی، ۱۴۰۴ل)
د سمنګانو ولایت په دره صوف پایین ولسوالۍ کې د سکرو په یوه کان کې د میتان ګاز د چاودنې له امله اووه تنه کانکېندونکي مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د سمنګانو د امنیې قومندانۍ ویاند حشمتالله رحماني رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه تېره شپه د دره صوف ولسوالۍ اړوند د قریه ګوله په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، ټپیان سمدستي د دره صوف روغتیايي مرکز ته انتقال شوي، چې د روغتیايي چارواکو له مخې، د دوی وضعیت د اندېښنې وړ نه دی.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د سکرو کانونه اکثراً له کافي تخنیکي تجهیزاتو او د خوندیتوب معیارونو څخه بېبرخې دي، چې له امله یې وخت ناوخت ورته وژونکي پېښې رامنځته کېږي.















