مدثر همراز
ژوندون د ملنګۍ کړم، که پاچا یم که وزیر
هو، نه به خپل عادت پرېږدمه، نه به خپل مسیر
بس زه به درنه ورک شم که مې دم نه کړې، جانانه
بس ما به له نظره کړي، جهان دی را ته زیر
مغرور وم، په ملت کې به د سر سړو کې شمار وم
ارمان دی، تورې خاورې کړمه، آه د یو فقیر
د خدای قدرت به یو ذرّه نه کم کړی، او نه ډېر
که ته شې امپراطور، که شاجهان، که عالمګیر
دوکه شمه بار بار، خو نه صبرېږم، ښه پوهېږم
ځان خلاص کړمه، بیا بند شم ستا د زلفو په ځنځیر
کارونه د تدبیر د خواهشاتو ریز مریز کړي
کارونه عجیبه د سړيتوب کوي تقدیر
همرازه، ستا سینه به کله دومره زور ته تم شي؟
ډېر پام، شعر کې یاد نه کړې دا لوی دغزې ویر
۱۴۰۴/۲/۳۱