کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۱غویی، ۱۴۰۴ل)
د اسرائيلو پوځ اعلان کړی چې د دوی یو جګپوړی سرتېری، چې د «بريدمل» رتبه یې درلوده، د غزې تراړې سويل کې په نښتو کې وژل شوی دی.
د پوځ په وینا، وژل شوي سرتېري د پوځ له ۸۲مې ډلې سره تړاو درلود او د برید کوونکو موندلو په ځانګړې ډلې (۵۱مې ډلې) کې شامل و.
بلخوا د اسرائيلي پوځ راډيو راپور ورکړی چې یاد سرتېری وروسته له هغه ووژل شو، چې په هغه ودانۍ کې چاودنه وشوه، کومه چې نوموړي پکې دنده ترسره کوله.
همداراز عبري رسنیو راپور ورکړی چې د یادې پېښې له امله درې نور اسرائيلي سرتېري هم ټپیان شوي، چې روغتیایي وضعيتونه يې ښه نه دي. راپورونه وایي چې د چاودنې له امله ودانۍ پر اشغالګرو سرتېرو رانړيدلې وه.















