متقي او د چين بهرنیو چارو وزير د دوهاړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پراخولو خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۱غویی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن د چین په پلازمېنه بېجنګ کې د دغه هېواد له بهرنيو چارو وزیر ښاغلي وانګ يي سره د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او د سوداګرۍ پر پراختیا هر اړخیزې خبرې کړي دي.
ښاغلي متقي چین د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو له ډلې بللی او هیلهیې څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د پام وړ کچې ته لوړه شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر پر هغو ستونزو هم ټینګار وکړ، چې افغان سوداګر د زراعتي محصولاتو او نورو توکو د صادراتو پر مهال ورسره مخ دي. نوموړي د ټرانسپورتي همکاریو، بانکي اړیکو او د سوداګرۍ د توازن د تامین لپاره خپل عملي وړاندیزونه شریک کړل.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وانګ يي له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي ملاتړ ژمنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې هېواد به یې د افغاني صادراتو پر وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي.
هغه وویل، چین به د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه د دغه هېواد په اقتصادي وده کې هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي.



