اخوان‌المسلمين: د اروپايي اتحاديې پرېکړه د صهيوني رژيم د انزوا مهم ګام دی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۱غویی، ۱۴۰۴ل)

د اخوان‌المسلمين جماعت د يوې اعلاميې له لارې د اروپايي اتحاديې هغه پرېکړه ستايلې چې له مخې به د صهيوني رژيم سره د ۱۹۹۵م کال شراکت هوکړه له سره وکتل شي.

ياد جماعت ويلي، دا هوکړه چې په ۲۰۰۰م کال کې نافذه شوې، په خپله دويمه ماده کې د بشري حقونو او دموکراسي اصولو ته ژمنتيا يو اساسي شرط بولي.

اعلاميې زياته کړې، دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې صهيوني رژيم په غزه کې د ډله‌ييزو وژنو، قصدي لوږې او پراخو ويجاړونو لړۍ روانه ساتلې، چې د نړيوال عدالت محکمې له مخې د نسل‌کُشۍ تر کچې جرمونه بلل شوي دي.

د جماعت په باور، د اروپايي اتحاديې دا پرېکړه د صهيوني رژيم پر ضد د نړيوال سياسي او اقتصادي انزوا پيل ګڼل کېدای شي. هغوی زياته کړې چې اروپايي اتحاديه د دې رژيم تر ټولو ستر تجارتي شريک دی، چې درېيمه برخه بهرنی تجارت يې له همدې اتحاديې سره کېږي.

اخوان‌المسلمين پر عربي هېوادونو غږ کړی چې د اروپايي اتحاديې په څېر له صهيوني رژيم سره خپلې سياسي او اقتصادي اړيکې له سره وارزوي. اعلاميه کې راغلي: “دا پرېکړې نور د ځنډ وړ نه دي، بلکې دا يو تاريخي مسؤليت دی، چې بايد د بې‌ګناه خلکو د وينو او کړاوونو پر وړاندې ادا شي.”

په اعلاميه کې له نړيوالې ټولنې او بنسټونو هم غوښتنه شوې چې پر صهيوني رژيم سياسي او اقتصادي فشارونه زيات کړي، څو د غزې په تراژيدۍ کې روانه نسل‌کُشي ودرېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button