د اسلامي امارت زعيم ښاروالانو ته: د خلکو پیسې او مسؤليت امانت دي، په ښه خدمت یې ولګوئ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۱غویی، ۱۴۰۴ل)
نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي امارت زعيم، په کندهار کې د ښاروالیو د مسؤلینو لپاره جوړ شوي یوه ورځني روزنیز او اصلاحي سمینار کې ګډونوالو ته لارښوونې او توصیې وکړې.
په دې سمینار کې د هېواد له بېلابېلو ښارونو ښاروالان، د کابل ښاروال او نورو چارواکي ګډون کړی وو.
ښاغلي شيخ الحديث هبت اللّٰه اخندزاده د ښاروالانو د خدماتو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې مسؤلیت اعزاز نه، بلکې یو دروند امانت دی. “اوس ستاسو پر غاړه د خلکو مسؤلیت دی، نو لازمه ده چې په شرعي طریقه د خلکو د حقوقو ساتنه او خدمت وکړئ”.
هغه ټینګار وکړ چې د ښاروالیو مالي امکانات د خلکو امانت دی او باید په هغو چارو کې ولګول شي چې خلک ترې راضي وي.
ښاغلي زعيم له مسؤلینو وغوښتل چې له خلکو سره د رحم، شفقت او ښه چلند لاره خپله کړي زياته يې کړه: “د افغانستان خلک د جنګونو له امله ځورېدلي دي، زور مه پرې کوئ، بوج مه پرې ور زیاتوئ. د ښارونو پاکوالي ته جدي پام وکړئ او د بیت المال ساتنه وکړئ”.



