ذبیحالله مجاهد: اسلامي امارت د خضدار چاودنه غندي، پاکستان دې پر افغانستان بې دليله تور نه لګوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱ جوزا، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند، ښاغلي ذبیح الله مجاهد، په خپلو تازه څرګندونو کې د پاکستان د بلوچستان ایالت په خضدار سیمه کې د ښوونځي پر بس موټر د خونړي برید غندنه کړې، چې له امله یې څلور ماشومان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي مجاهد ويلي، په ماشومانو او ملکي وګړو برید هېڅ ډول توجیه نهلري.
هغه د پاکستاني چارواکو هغه تورونه رد کړي چې ګواکې دا ډول بریدونه له افغانستان سره تړاو لري زياتوي:”پاکستاني چارواکي باید بې له کوم دلیل او توجیه څخه د دا ډول پیښو مسئولیت پر افغانستان وانه اچوي.”
ذبیح الله مجاهد ټینګار وکړ چې اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد کار واخيستل شي، او دا ډول ادعاوې هېڅ ډول شواهد نه لري.



