کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱ جوزا، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د روان کال د مې میاشتې په ۲۱مه نېټه د واشنګټن ډي سي په شمال لویدیځ کې د “یهودي کپيټال موزیم” ته نږدې د اسراییل سفارت دوه کارکوونکي په وسله وال برید کې ووژل شول.
دغه پېښه د چهارشنبې په ماښام (سیمهییز وخت) رامنځته شوې ده. د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریستي نوم ویلي، چې بریدګر د پېښې په ځای کې وژل شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس او نورو رسنیو په حواله، دغه برید د اسراییل سفارت د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوه جدي پېښه بلل شوې ده.
د ایکس شبکې پر بېلابېلو پاڼو داسې راپورونه خپاره شوي، چې بریدګر د ډزو پر مهال “آزاد فلسطین” شعار ورکړی و. دغه پېښه د واشنګټن د اېف بي آی د دفتر سره نږدې شوې ده.
د پېښې په اړه تحقیقات روان دي او چارواکي د برید د انګیزې او نورو اړخونو په اړه معلومات راټولوي.


















