کابل ټکی کام (جمعه، ۲ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د امرباالمعروف وزارت د ثور میاشتې په موده کې ګڼې ټولنیزې او حقوقي چارې ترسره کړي دي.
ياد وزارت راپور ورکړی چې د ۳۸ ښځو د جبري نکاح مخه نیول شوې ده او ۲۴ ښځو ته یې د هغوی د میراث شرعي حقونه سپارلي دي.
همداراز زياتوي چې ۴۰ ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورل شوي، او ۲۲ ښځو ته د مهر حق اخیستل او ور سپارل شوی دی.
د امرباالمعروف وزارت وياند سيف الاسلام خيبر ويلي، چې په دې موده کې، ۸ ښځې د بدو په ورکولو کې له ستونزې ژغورل شوي، او په ټول هېواد کې د ۱۲۰ مورده دښمنیو مخنیوی شوی دی. وزارت همداراز ۴۱ کوډګر او جادوګر نیولي دي.
د راپور له مخې، له تجارانو او دوکاندارانو سره ۸۹ اصلاحي ناستې او له عامو خلکو سره ۷۹۷ بیلابیلې اصلاحي ناستې ترسره شوي، چې هدف یې د ټولنې اصلاح او نظم ټینګول دي.


















