المان: په هامبورګ کې د چاقو په برید کې ۱۷ تنه ټپیان شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د آلمان د هامبورګ په مرکزي رېل‌ګاډي تمځای کې یوې ۳۹ کلنې ښځې د چاقو په ګوزارونو ۱۷ کسان ټپیان کړي دي.

د دویچه‌وله د راپور له مخې، دا برید د جمعې په ورځ د ماښام شپږ بجې شوی، چې تورنې ښځې بې‌هدفه ډول شاوخوا کسانو باندې برید کړی دی.

د هامبورګ پولیسو پر خپله رسمي اېکس‌پاڼه لیکلي چې تورنه ښځه یې نیولې ده او تر اوسه د برید انګېزه روښانه نه ده، خو پلټنې روانې دي. ځینو نورو رسنیو بیا د ټپیانو شمېر ۱۸ تنه ښودلی دی.

د هامبورګ مرکزي رېل‌ګاډي تمځای چې هره ورځ تر ۵۵۰ زره زیات مسافر پرې تګ راتګ کوي، د آلمان له خورا ګڼې‌ګوڼې ډکو تمځایونو څخه ګڼل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button