په پنجشېر کې د ۹ ودانیزو پروژو عملي کار پیل شو

کابل ټکی کام (شنبه، ۳غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په پنجشېر ولایت کې د ۹ بنسټیزو ودانیزو پروژو کار رسماً پیل شو.
د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پروژې د ياد وزارت په مالي ملاتړ او د ولایت مقام په همغږۍ سره پلي کېږي، چې د آبشار ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ، پنځو امنیتي پوستو، درې جوماتونو، د مرکزي امنیې قوماندانۍ د پنځه پوړیزې ودانۍ، د مستوفیت او د لوړو زده کړو مؤسسې لپاره د لیلې او جومات جوړول پکې شامل دي.
د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتو معین الحاج مولوي عبدالله مختار د پروژو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې پنجشېر ته ځانګړې پاملرنه کېږي او وزارت ژمن دی چې د یاد ولایت د مسؤلینو د ودانیزو اړتیاوو غوښتنو ته جدي رسېدنه وشي.



