په پروان کې د ۲۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۷۵ پراختیايي پروژې پیل شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۴غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، چې د دغه وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د ۲۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷۵ پرمختیايي پروژو چارې نن رسماً پیل شوې.
د يادو پروژو د پرانیستې مراسمو کې د دغه وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا محمد یونس اخندزاده، مسولينو، علماوو، سپینږیرو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی و.
ښاغلي يونس اخندزاده وویل، چې دا پروژې به د کلیوالو سیمو د اقتصادي پراختیا، کاري زمینو برابرولو او بنسټیزو خدمتونو د ښه والي لپاره مهم ګام وي.
د کليو د بيارغونې او پراختيا وزرات په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او کانالونو جوړول شامل دي.
ټاکل شوې ده چې د کار په بهیر کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي، او له بشپړېدو وروسته به یې د اړوندو سیمو خلکو ستونزې کمې شي.



