د اسرائیلو پخوانی دفاع وزیر: حماس ته ماتې نه شو ورکولی

کابل ټکی کام ( یکشنبه، ۴ غبرګولی ۱۴۰۴ل)
د اسرائیلو پخواني دفاع وزیر موشې یعلون ویلي، چې دوی نه دي توانېدلي حماس ته ماتې ورکړي. یعلون دا څرګندونې د اسرائیلي رسنیو سره په تازه مرکه کې کړې، چې پکې یې د غزې جګړې ناکامۍ ته اشاره کړې ده.

موشې یعلون، چې پخوا د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز هم پاتې شوی، وویل: “موږ باید دا ومنو، چې حماس یو ساده ډله نه ده چې په نظامي بریدونو ختم شي. د دوی له منځه وړل اوږدمهاله سیاسي حل ته اړتیا لري.”

یعلون زیاتوي، چې د اکتوبر له برید وروسته د نتانیاهو حکومت فکر کاوه چې حماس به د څو اونیو په عملیاتو کې نابود شي، خو اوس، نږدې ۱۸ میاشتې وروسته، لا هم د حماس جنګیالي فعال او د مقاومت توان لري.

نوموړي د نتانیاهو پر حکومت انتقاد کړی، چې د جګړې لپاره یې ستراتیژي نه درلوده او اوس‌مهال یوازې د وخت ضایع ده. “اسرائیلي ټولنه له یو اوږد، بې‌هدفه او ویرونکي جنګ سره مخ ده، چې نه یې پای ښکاري او نه یې هدف روښانه دی.”

په ورته وخت کې، نړیوالې ادارې او بشري حقونو ډلو د غزې د اوسېدونکو پر وړاندې د اسرائیلي عملیاتو دوام ته اندېښنه ښودلې او د اوربند غوښتنه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button