ولسمشر اردوغان:د اسرائیلو لخوا د سوریې اشغال د منلو وړ نه دی

کابل ټکی کام ( یکشنبه، ۴ غبرګولی ۱۴۰۴)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې د سوریې په خاوره د اسرائیلو یرغل او اشغال هېڅ ډول توجیه نه لري او ترکیه به د دې تجاوز پر وړاندې خپل غږ پورته کولو ته دوام ورکړي.
اردوغان دا څرګندونې د استانبول په یوه سیاسي غونډه کې کړې، چېرته چې یې د منځني ختیځ د روان وضعیت په اړه خبرې کولې. نوموړي وویل: “د سوریې په خاورې د اسرائیلو حملې او اشغال یو ښکاره تېری دی. دا نه یوازې د نړیوالو قوانینو خلاف دي، بلکې د سیمې ثبات ته هم جدي ګواښ پېښوي.”
هغه زیاته کړه، چې ترکیه به د فلسطین او سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ ته ادامه ورکړي او د اسرائیلي اشغال پر ضد به خپل دریځ تل لوړ وساتي. “موږ به هېڅکله د ظلم او تجاوز پر وړاندې چوپ پاتې نه شو. د سوریې خلک هم د عزت وړ دي او موږ د هغوی له حقونو دفاع کوو.”
اردوغان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په دې وروستیو کې اسرائیلو د سوریې پر خاورې هوايي بریدونه زیات کړي، چې د ډېرو خلکو ژوند یې اخستی او د سیمې د کړکېچ ژورتیا یې لا ډېره کړې ده.



